نیویارک ټایمز: له افغانستان سره پر کرښه د پاکستان کمزورې څارنې د داعش حضور پیاوړی کړی

۳ ساعتونه مخکې

نیویارک ټایمز په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې پاکستان په یوه لسیزه کې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی؛ له یوې خوا د افغان طالبانو له ملاتړه برخمن د پاکستاني طالبانو فعالیتونه ډېر شوي او بل خوا په غرنیو سیمو کې د څار نشتوالي له امله د یوې بلې وسله والې ډلې حضور پیاوړی شوی.

نیویارک ټایمز وايي، د پاکستان له خوا په غرنیو سیمو کې کمزورې څارنې د داعش حضور زیات کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا، د پاکستان په سختو غرونو کې، پاکستاني طالبانو، چې د افغان طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي، د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې مرګونې جګړه پیل کړې ده.

له بلې خوا له افغانستان سره پر پوله د هیواد په لویدیځ کې پر غرنیو سیمو د پاکستان کمزورې څارنې او کنټرول د داعش جنګیالیو حضور ډېر کړی دی. د وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالي په سویلي اسیا کې د پوځي ځواک په توګه د پاکستان دریځ زیانمن کړی دی.

په همدې حال کې د امنیتي شنونکو په وینا، پاکستاني طالبانو په وروستیو کلونو کې د پاکستان لپاره ترټولو سخته امنیتي ننګونه رامنځته کړې ده.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ په وینا، تیر کال په پاکستان کې ترهګریز بریدونه د ۲۰۱۵ کال راهیسې خپلې لوړې کچې ته ورسیدل، چې په لویه کچه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د عملیاتو له امله دي. د نړیوال تروریزم شاخص له مخې، دې بریدونو پاکستان په نړۍ کې د ترهګرۍ له امله دوهم تر ټولو زیانمن هیواد ګرځولی دی.

د پاکستان طالبان او د داعش جنګیالي دواړه له افغانستان سره په پوله، باجوړ کې فعالیت کوي. د روان کال له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پوځ ترڅنګ پاکستاني طالبانو او نورو ډلو له خوا لږترلږه ۴۸ ډرون بریدونه شوي دي.

د سړک غاړې پلورونکي عبدالرحیم نیویارک ټایمز ته وویل: «کله چې حکومت عملیات پیلوي او موږ بې ځایه کوي، یاغیان بیرته افغانستان ته ځي او بیا بیرته راځي.»

په امریکا کې د وسله والو شخړو او پیښو د معلوماتو مرکز شنونکی پرل پانډیا وویل:« ټي ټي پي اوس په مستقیمه ښکیلتیا او پره نظامي ځواکونو برید کولو باندې تمرکز کوي.»

هغه زیاته کړه چې پاکستان هڅه کړې د بشپړې کچې پوځي عملیاتو څخه ډډه وکړي، خو سیمه ییز شکایتونه یې هم له پامه غورځولي دي.

هغه زیاته کړه: «د حکومت له خوا د لنډمهاله او سیمه ییزو عملیات کول په اوږد مهال کې بریالي نه دي.»

د پاکستان یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پاکستاني طالبان « له افغان طالبانو سره لاس په لاس دي» خو دا یې ومنله چې دې ډلې د ملکي وګړو په نښه کولو څخه ډډه کړې، نو د سیمه ییزو خلکو له پراخ غبرګون نه خوندي دي.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند احمد شریف چوهدري نیویارک ټایمز ته وویل:«موږ یوازې یوه غوښتنه لرو، اجازه مه ورکوئ چې خپله خاوره مو د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره وکارول شي.»

په افغانستان کې د طالبانو چارواکو په هیواد کې د وسله والو ډلو حضور رد کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل نیویارک ټایمز ته وویل: «اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هیوادونو، سیمې یا نړۍ د ګواښلو لپاره کار واخلي.»

نور خبرونه

رادیو