په ایران کې د افغانستان پولې ته نږدې ټرافيکي پېښه کې ۳ افغانان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي

۲ ساعتونه مخکې

ایراني رسنیو خبر ورکړی، د تایباد او تربت جام ترمنځ لویه لاره کې دوه موټرونه سره ټکر شوي چې په پایله کې یې ۳ افغان مساپر مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې؛ دغه افغانانو په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لاره او له پولیسو څخه د تېښتې په حال کې وو.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د صدا او سيما خبري اژانس د تایباد روغتیايي چارواکو له خولې لیکلي، چې د تايبادـ تربت‌جام پر لویه لاره محسن‌اباد کلي ته نږدې دوه موټرونه سره ټکر شوي دي. دغه اژانس زیاتوي، چې په پېښه کې ۳ افغان مساپر مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې؛ مړي او ټپيان روغتون ته وړل شوي دي. په روغتون کې ډاکټرې سودابه نکوهي ويلي، چې درې افغان مساپر د سختو ټپونو له امله ځای پر ځای مړه شوي دي.

د تایباد روغتيايي چارواکي وایي، چې دغه لس قربانیان بې‌اسناده افغانان وو او له ایراني پولیسو د تېښتې په حال کې وو. په ایران کې د بې‌اسناده کډوالو په اړه پخوا هم د ورته پېښو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

نور خبرونه

رادیو