د طالبانو د ټولګټو وزارت په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر په حواله ویلي، چې ازبکستان د بلخ ـ هرات رېل پټلۍ د جوړولو په پروژه کې د پانګونې په پرخه کې چمتووالی ښودلی.
د طالبانو د ټولګټو وزیر او د ازبکستان سفیر په لیدنه کې د حیرتان بندر د دوستي پله د ترمیم په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت نن سې شنبه د تلې لومړی نېټه وویل، چې د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ازبکستان هېواد له سفیر ایبک عثمانوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د اوږدمهاله اقتصادي، تجارتي، ريلي او ټولنیزو اړیکو په اړه خبرې اترې شوې دي.
دغه راز دواړو لوریو د حیرتان بندر له لارې د انتقالاتو د کچې پر زیاتوالي، د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او زېربنایي پروژو په تړاو بحثونه کړي دي.
طالبانو د ازبکستان د سفیر له قوله ویلي، چې « موږ د بلخ – هرات رېل پټلۍ د جوړولو په پروژه کې پانګونې ته چمتو یو.»
همدارنګه په یاده لیدنه کې د حیرتان بندر د دوستي پله د ترمیماتو په تړاو خبرې شوې او پرېکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو یو ګډ تخنیکي پلاوی به د ترمیماتو په موخه له یاد له څخه نظارت او لیدنه ترسره کړي.