د اروپایي کمېسیون مشرې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره کتلي دي

۳ ورځې مخکې

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا وان ډرلاین د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره تر لیدنې وروسته د دې هېواد د راتلونکو پړاوونو او ننګونو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی.

نوموړې ویلي، سوریه د اوږدې جګړې او سیاسي کړکېچونو له امله له سختو ستونزو سره مخ ده او د اروپایي ټولنې لومړیتوب دا دی، چې د دې هېواد د خلکو په مشرۍ یو ریښتینی، پراخ‌ګډونه او سوله‌ییز انتقالي بهیر رامنځته شي.

هغې ټینګار وکړ، چې دغه بهیر باید له هر ډول زیانمنې بهرنۍ لاسوهنې پاک وي، څو د سوریې خلک خپله راتلونکې په خپل لاس کې واخلي.

وانډرلاین زیاته کړه، چې اروپایي ټولنه د سوریې د اوسنیو او بېړنیو اړتیاوو په ځانګړي ډول د بشري مرستو په برخه کې ملاتړ ته ژمنه ده.

د هغې په وینا، اروپایي ټولنه به نه یوازې د بې‌وزلو کورنیو، کډوالو او جګړه‌ځپلو خلکو د ژوند د اسانتیا لپاره هڅې وکړي، بلکې د سوریې د اقتصادي او ټولنیزې بیارغونې او بنسټیزو پروژو ملاتړ به هم وکړي.

د اروپایي ټولنې مشرې همداراز وویل، چې د سوریې په اړه به سیاسي خبرې او اړیکې لا پراخې کړي، څو د نړۍوالې همکارۍ له لارې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته شي.

هغې په پای کې څرګنده کړه، چې د اروپایي ټولنې موخه یوازې لنډمهاله مرسته نه ده، بلکې غواړي د سوریې خلک په اوږدمهال کې د یوه باثباته، خپلواک او سوکاله هېواد خاوندان شي.

نور خبرونه

رادیو