طالبانو د هرات په رسنیو کې د ساکښو د انځورونو پر خپراوي بندیز ولګاوه

۳ ورځې مخکې

په هرات کې سرچینې وايي، چې طالبانو د ټلوېزیونونو د مسوولانو او یوټیوبرانو په ګډون د ولایت د رسنیو ټول مسوولان رابللي او هغوی ته یې امر کړی، چې د ساکښو د انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.

په غونډه کې حاضرو څو سرچینو نن سې شنبه د تلې په لومړی نېټه دا خبر تایید کړ.

د سرچینو په وینا، د ځینو رسنیو چارواکو په غونډه کې استدلال وکړ، چې تر څو په کابل کې په طالبانو پورې تړلی ملي ټلوېزیون داسې شیان خپروي، په هرات کې د خصوصي رسنیو فعالیتونه باید بند نه شي.

په غونډه کې حاضرو یوټیوبرانو دا هم وویل، چې د دوی خپرونې تر ډیره له افغانستان څخه بهر لیدونکو لپاره چمتو کیږي او له هیواد سره هیڅ تړاو نه لري.

په همدې حال کېږي د طالبانو مشرانو د ژوندیو موجوداتو د خپرونو په بندولو ټینګار کړی دی.

په هرات کې یوې سرچینې وویل چې سیمه ییزې رسنۍ به یوازې هغه وخت دا بندیز ومني چې په ټول افغانستان کې په مساوي ډول پلی شي.

مخکې طالبانو په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو څخه رسنۍ منع کړې وې.

هرات په افغانستان کې دویم ولایت دی، چې له کابل وروسته تر ټولو ډېرې رسنۍ لري.

نور خبرونه

رادیو