د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، له نږدې ۵۰ کلونو راهیسې هر غږ چې له مسکو، اسلاماباد او واشنګټن پورته شوی، په افغان ټولنه کې یې هیلې او وېره راپارولي، خو په وینا یې «هر وار اربابان راغلي او تللي، یوازې د اسارت ځنځیرونه پاتې دي».
سپنتا وايي، د هر ځل د تکرار په لړ کې «ستم، ویجاړۍ او دربدري د افغانانو نصیب ګرځېدلي».
هغه د بګرام اډې پر سر وروستیو ناندریو ته په اشاره ویلي، چې دې مسالې اوس ګڼ خلک بوخت کړي دي.
د ده په باور، امریکا دا ځل غوره «خادمان موندلي» او که د هغوی تر منځ جوړجاړی وشي او که نه، د افغان ولس په وضعیت کې به کوم بدلون رانهشي.
سپنتا د حل یوازینۍ لاره د ولس په ځواک، تنظیم، پوهاوي خپرولو، د مبارزې د بېلابېلو بڼو تلفیق او «ستراتېژیک صبر» کې ویني. هغه ټینګار کړی چې د خلاصون لپاره لنډه لاره نشته.