طالبانو په ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي

۳ ساعتونه مخکې

د جرایمو د پېښو له ډېرېدو سره هممهاله د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۳۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي کسان د غلا، وژنې، د مرغانو غیرقانوني ښکار، اخلاقي فساد، ګواښونو او د طبیعي ځنګلونو د پرې کولو په تور نیول شوي دي.

له دغو کسانو نهه تنه په هرات، شپږ تنه په سمنګان، څلور تنه په دایکنډي، څلور تنه په کونړ، درې تنه په کندز، درې تنه په لغمان، دوه تنه په ننګرهار او دوه تنه په هلمند او نیمروز کې نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي، چې د دغه ولایت د ارګون او یوسف‌خېل ولسوالیو په مربوطاتو کې یې یو شمېر وسلې او مهمات هم موندلي او ضبط کړي دي.

یاده دې وي چې په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې د غلاوو، وژنو، زورواکۍ او اخلاقي فساد پېښې زیاتې شوي، چې د خلکو امنیت ته یې جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د چارو پوهان په دې باور دي چې په هېواد کې پراخه بېکاري او د طالبانو بندیزونه د جرایمو د ډېرېدو لامل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو