د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره لیدلي او د زلزلهځپلو درملنې، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د طبي وسایلو برابرولو پر موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي. سفیر ویلي چې د ټپیانو د عملیاتو لپاره به د قزاقستان یوه ۲۰ کسیزه ډله کابل ته لاړه شي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې په ایکس خپره شوې راغلي، جلالي د دواړو هېوادونو ترمنځ روغتیایي همکارۍ اړینې وبللې او زیاته یې کړه: «له دې امله چې ختیزو ولایتونو کې وروستیو زلزلو خلکو ته پراخ زیانونه اړولي، اړینه ده چې ټپيانو ته ښه او اغېزناک روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.»
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، جلالي له قزاقستان څخه د زړه او سرطان ناروغیو، رادیولوژۍ او عصبي جراحي په برخه کې د تجربو د شریکولو غوښتنه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې تېرې همکارۍ دوامدارې شي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د قزاقستان سفیر افغانستان "دوست هېواد" بللی او ویلي یې دي چې قزاقستان به د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې ترڅنګ، دوامدارې همکارۍ وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي ویلي په نږدې راتلونکې کې به د ۲۰ کسانو تخنیکي جراحي ډله کابل ته واستول شي چې د زلزلهځپلو ناروغانو وړیا عملیات ترسره کړي.