جاپان له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو خدماتي دفتر له مشرې چي با او د جاپان مرستیال سفیر مای کیو ایزاوا سره لیدلي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان مرستیال سفیر په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې د جاپان مرستیال سفیر مای کیو ایزاوا په ختیځو ولایتونو کې له زلزله‌ ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ډاډ هم ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه یو مېلیون ډالر به د نړۍوالو ادارو له لارې د خوړو، روغتیايي خدمتونو، درملنې، اوبو او حفظ الصحې په برخو کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې د جاپان (JPF) پروژې یادونه هم شوې ده. د دغه پروژې له مخې جاپان له افغانستان سره د ۱.۳۳ مېلیونو په ارزښت نورې بشري مرستې هم کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د نوي کابل ښار د څښاک اوبو د پروژې یادونه هم وشوه. دغه پروژه د ۲۰۲۰کال په ډسمبر میاشت کې د جاپان همکارۍ ادارې (JICA) پيل کړې او ۲۴ مېلیونه ډالر ورته ځانګړي شوي وو؛ خو اوس دغه پروژه ځنډېدلې ده.

په خبرپاڼه کې د جاپان مرستیال له خولې ډاډ ورکړل شوی، چې د دغه پروژې موضوع به د جاپان د همکارۍ ادارې JICA او د جاپان نورو اړونده ادارو سره شریکه کړي.

نور خبرونه

رادیو