د هرات په مرکزي روغتون کې د ۱۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي پروژې پلې شوې

۳ ساعتونه مخکې

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د ۱۵مېلیونه افغانیو په ارزښت یوشمېر روغتیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ښځو عمومي داخلې څانګې رغونه، د بېړني څار څانګې پراخول او د لېزري عملیاتو دستګاه په یادې پروژې کې شاملې دي.

د چهارشنبې په ورځ د (لړم ۱۴مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار د دغه پروژو د پرانېستلو پر مهال ځايي ډاکترانو ته سپارښتنه کړې؛ څو له ناروغانو سره ښه چلند وکړي. هغه زیاته کړې: «د ناروغانو درملنه یو دیني، علمي او ثواب لرونکی عمل دی.»

هم‌مهاله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیایي امکاناتو له کموالي او په روغتونونو کې د کمزوري کېفیت د خدمتونو له وړاندې کېدو خلک شکایت کوي. افغان ناروغان ډېر کله اړ اېستل کېږي، چې په کور دننه د کمو امکاناتو له کبله ګاونډي پاکستان او هم ځینو نورو هېوادونو ته لاړ شي.

په دې وروستیو کې د امریکا پراختیایي مرستو په بندېدو سره په افغانستان کې روغتیایي سکټور هم زیانمن شوی او د دغه مرستو له لوري تمویلېدونکي لسګونه روغتونونه هم په بېلابېلو ولایتونو کې تړل شوي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان هم اندېښنه څرګنده کړې، چې په روغتیایي سکتور کې د مرستو کموالي د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه کړې ده.

دغه سازمان همدار راز دا وېره هم ښوولې، چې د دغه مرستو او یو شمېر روغتونونو د تړل کېدو له امله د ښځینه ناروغانو پر وړاندې امکانات تر بل هر وخته خورا ډېر محدود شوي دي. ویل کېږي، که پر افغانستان بندیزونه دوام ولري او طالبان په خپلو سختدریځه تګلارو کې غور ونه‌کړي؛ نو ښايي په بېلابېلو برخو کې روان ناورین لا پسې پراخ شي.

نور خبرونه

رادیو