د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۴۳۰ خوشې شوي افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي. یاد وزارت وایي، دغه کسان ۲ میاشتې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو.
دغه وزارت زیاتوي، ۳ نور افغانان چې په عراق کې بندیان وو؛ د شپږ میاشتني بند څخه تر خوشې کېدو وروسته د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

