د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرایمو د څار دفتر ویلي، چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د کوکنارو کر د تېر کال پرتله شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشهيي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې ډېر شوی دی.
د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشهيي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.
ملګري ملتونه وایي، د تریاکو د کرکیلې کمېدو له امله اوس د مصنوعي نشهيي توکو کاروبار د سازمانیافته جرمي شبکو لپاره د عاید یوه نوې وسیله ګرځېدلې ده. په راپور کې راغلي، چې د مصنوعي توکو د تولید اسانتیا، د پېژندلو د سختوالي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت له امله د دغه ډول توکو پر لور د قاچاق کوونکو مخه ډېره شوې ده.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د نشهيي توکو پر ضد ستراتیژي باید یوازې پر تریاکو محدوده نه وي؛ بلکې مصنوعي توکي هم باید د څار، شننې او د تقاضا د کمولو په مېکانیزمونو کې شامل شي.
د کوکنارو د کرکیلې کمښت
ملګرو ملتونو د افغانستان د کوکنارو د کر ساحه شاوخوا ۱۰زره او ۲۰۰ هکټاره اټکل کړې ده، حال دا چې دغه شمېر تېر کال ۱۲زره او ۸۰۰ هکټاره و. په راپور کې راغلي، چې د کوکنارو کښت د پام وړ کموالی او د بازار بدلونونه دا څرګندوي، چې د تریاکو تولید او قاچاق په سیمه کې په بنسټیزه توګه بدلون موندلی دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ تر هغې مخکې چې طالبان په ۲۰۲۲کال کې د کوکنارو کر بند کړ، شاوخوا ۲۳۲زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو. ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵کال د تریاکو تولید د کر کچې پرتله په چټکۍ سره راټیټ شوی او د ۲۰۲۴کال پرتله ۳۲ سلنه کموالی په ګوته کوي. اوسمهال د افغانستان کلنی د تریاکو تولید شاوخوا ۲۹۶ ټنه اټکل شوی دی.
راپور زیاتوي، چې د بزګرانو عاید هم ۴۸ سلنه راکم شوی. په ۲۰۲۴کال کې دغه عاید ۲۶۰ مېلیونه ډالره و؛ خو په ۲۰۲۵کال کې بیا دغه کچه ۱۳۴ مېلیون ډالرو ته راښکته شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي، چې د سختې وچکالۍ او د بارانونو د کمښت له امله له ۴۰ سلنه زیاتې کرنیزې ځمکې اوس شاړې پرتې دي.
دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې څلور مېلیونه افغانانو بېرته راتګ چې اوس د هېواد نږدې ۱۰ سلنه نفوس جوړوي، د روزګارونو او محدودو سرچینو پر سر سیالي نوره هم زیاته کړې ده.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې دغه وضعیت د بشري مرستو د کمېدو ترڅنګ ښایي ځینې بزګران بېرته د کوکنارو کر ته وهڅوي.
د ملګرو ملتونو د چارواکو څرګندونې
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو د دفتر استازي الیور شتولپه ویلي، چې افغانستان د ناقانونه کر د لهمنځه وړلو لپاره اوږدمهاله او همغږې نړۍوالې پانګونې ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: «هغسې چې پر قاچاق او ناقانونه کښت د مبارزې ټینګار کېږي، همدومره باید د افغان بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا، د بدیلو عایداتي لارو رامنځته کولو او د تقاضا د کمولو له لارې د مخنیوي او درملنې پروګرامونو پیاوړتیا ته هم پام وشي.»
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي، چې د وچو تریاکو بیه د روان کال په اوږدو کې ۲۷ سلنه راټیټه شوې او اوس هر کیلو شاوخوا ۵۷۰ ډالره پلورل کېږي؛ حال دا چې په ۲۰۲۴کال کې دغه بیه ۷۸۰ ډالره وه. راپور زیاتوي، چې د بیې او تولید د کمېدو دغه لړۍ ښيي، چې د نشهيي توکو بازار بدلون مومي او دغه بدلونونه ښايي په نورو هېوادونو کې د کوکنارو د ناقانونه کر هڅې زیاتې کړي.
د ملګرو ملتونو په وینا؛ د نشهيي توکو بازار او د قاچاق لارې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې له بنسټه بدلېدونکې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیاله او د یوناما مرستیاله استازې جورجټ ګانیون وایي: «د افغانستان د نشهيي توکو ستونزه یوازې د دغه هېواد دننه نهده. د عرضې، تقاضا او قاچاق بهیرونه کورني او نړۍوال لوبغاړي لري او د دغه ننګونې پر وړاندې مبارزه د بېلابېلو اړخونو ګډو هڅو ته اړتیا لري.»
نوموړې زیاته کړه، چې د دوحې د بهیر په چوکاټ کې د نشهيي توکو د مبارزې کاري ډله د ګډو حللارو موندلو لپاره بنسټیز رول لري.

