په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې په جلالاباد ښار کې د یوشمېر کرایي کورونو او د معاملاتو لارښود له دفترونو څخه څارنه شوې ده. دوی وایي، د کورونو مالکانو ته سپارښتنه شوې چې د دوی د اصولو له مخې هېڅوک حق نهلري چې تر لس سلنې کرایه ډېره لوړه کړي.
د ننګرهار په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم له پاکستان او ایران نه د کډوالو په ستنېدو سره د کورونو کرایې په بېسارې توګه لوړې شوې دي. همدا راز د کرایې کورونه هم په خورا سختۍ موندل کېږي او بېرته ستنېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

