د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فوندرلاین د اروپايي اتحادیې په نوښت د غزې ښار د بیا رغونې د لګښتونو د برابرولو لپاره د یوه مالي تمویل د ډلې د جوړېدو خبر ورکړ.
هغې د یوې نړۍوالې غونډې د ګډونوالو مشرانو ته په خطاب کې وویل: «له دې امله چې د فلسطین د خپلواکې ادارې بقا له ګواښ سره مخ ده، موږ ټول باید لا ډېرې هڅې وکړو.»
هغې زیاته کړه: «راتلونکی فلسطین باید له اقتصادي پلوه پیاوړی وي او دا کار د فلسطیني ګاونډیانو په ملاتړ تر لاسه کېدای شي. موږ اروپایان به د فلسطین د مالي ملاتړو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو سره د غزې د بیا رغونې لپاره یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړو.»
د ملګرو ملتونو او نړۍوال بانک د ګډ راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر پایه په غزه کې د بنسټیزو تاسیساتو زیان ۱۸.۵ میلیارد ډالره اټکل شوی دی. دا زیان د استوګنیزو ودانیو، سوداګرۍ، صنعت او اړینو خدمتونو لکه زدهکړې، روغتیا او انرژۍ برخې رانغاړي.