د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار احمد علي ګودزري وايي، چې له اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال دغه هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو ډرون او کوچنۍ الوتکې داخلې شوې دي. نوموړي ویلي، چې په دې اړه یې اسناد راټول کړي او په رسمي ډول یې خپل اعتراض کړی دی.
د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان د یوې خبرې ناستې پرمهال د کوم هېواد له نوم اخېستلو پرته وویل:«د سرحدي ځواکونو په هڅو د هېواد پولې خوندي دي او سرحدي ځواکونه په کلکه د پولې ساتنه کوي. موږ له ځینو هېوادونو څخه ایران ته د ډرونونو او کوچنیو الوتکو قضیې درلودې او موږ دا قضیې مستندې او راپور کړې.»
نوموړي ویلي، چې د کشفي ډرونونو او د شپې لید کمرو په وسیله د ایران ټولې پولې په دقیق ډول څارل کېږي او هېڅ شکمن حرکت د ایران د سرحدي ځواکونو له سترګو پټ نه دی.
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د ایران څارګرو په ګاونډي هېواد کې درې میني بسونه چې د ډورن الوتکو د توغولو لپاره ځای پر ځای شوي وو، په نښه کړل او وروسته د همغه هېواد ځواکونو پرې عملیات وکړل او درې تنه یې ووژل.
پر همدغه مهال ګودزري ویلي، چې د سرحدي ځواکونو د هڅو په پایله کې د قاچاق پر ضد مبارزه کې یې هم مهمې لاسته راوړنې لرلي دي.
نوموړي زیاته کړه:« د روان کال له پیل راهیسې ۷۷۳۷ د قاچاق دوسیې ثبت شوې دي او تر ۵۶۰۰ ډېر تورن کسان نیول شوي دي.»
د ایران د سرحدي ځواکونو د قوماندان د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۰۰ وسلې، ۱۳ ټنه نشه يي توکي او ۲۱ میلیونه لیټره قاچاقي تېل نیول شوي دي.
نوموړي د ایران له پارلمان څخه غوښتنه کړې، چې د سرحدي ځواکونو د امنیتي تجهیزاتو او وسایلو د برابرولو لپاره دې بودجه زیاته او امکانات ځانګړي کړي.