روبیو: په غزه کې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې

۵ ساعتونه مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د غزې جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې او د فلسطینۍ ډلې له لوري د بندیانو خوشې کول د سولې بهیر لومړنی پړاو ګڼل کېږي.

روبیو نن د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۳مه، اېن بي سي تلویزیون ته وویل، چې حماس د ولسمشر ډونالډ ټمپ د وړاندیز له مخې د بندیانو د خوشې کولو پر چوکاټ هوکړه کړې او اوس د لوژستیکي همغږۍ تخنیکي غونډې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه:« حماس په عمومي ډول له دې مفکورې سره هم موافقه کړې چې وروسته به څه کېږي، خو ډېر جزئیات لا هم باید روښانه شي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د سولې پروسې د سل سلنې بریالتوب په اړه څه نه شي ویلای، خو په دې اړه به د حماس جدیت ډېر ژر روښانه شي.

نور خبرونه

رادیو