نن سلګونو زرو کسانو د هالنډ په پلازمینه امسترډام کې لاریون وکړ او د هالنډ له حکومت څخه یې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییل د جګړې پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي.
تنظیموونکو اټکل کړی، چې شاوخوا ۲۵۰،۰۰۰ کسانو په لاریون کې ګډون کړی و.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخ، ډیری لاریونوالو سور رنګې جامې اغوستی وې چې د اسراییل له خوا د غزې د محاصرې خلاف په سمبولیک ډول غبرګون وښيي.
د پېکس هالنډ تنظیم کونکو وویل چې دوی په غزه کې د سولې هیله لري، خو زیاته یې کړه چې د ټرمپ پلان د دوی هوډ نه دی بدل کړی.
د هر عمر لاریون کوونکو له باران سره سره د هالنډ د پلازمینې له لارې په ۶ کیلومتره لاریون کې ګډون وکړ.
دوی د فلسطین بیرغونه پورته کړي وو او د "ازاد، ازاد فلسطین" شعارونه یې ورکول او د "اسراییل شرم دی!" او "موږ تر هغه وخته پورې ازاد نه یو چې غزه ازاده نه وي" شعارونه یې لیږدول.
دا لاریون په داسې حال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «اکسیوس» خبري وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د ټرمپ لهخوا د جګړې د پای ته رسولو د طرحې په اړه همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.
ټرمپ دغه راز دې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې حماس هم له دې هوکړې څخه ملاتړ کوي.