روسیې د شنبې او یکشنبې تر منځ شپه کې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو په پراخه کچه توغندي او ډرون بریدونه کړي، چې له امله یې تر لږه پنځه تنه وژل شوي او ملکي او د انرژۍ تاسیساتو ته پکې پراخ زیان اوښتی.
په وژل شویو کسانو کې څلور د یوې کورنۍ غړي دي، چې د لېوېف لوېدیځ ولایت په یوه استوګنیزه ودانۍ کې وژل شوي دي.
د سیمې څارنوالانو په وینا، دغه ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.
د لېوېف ښاروال اندري سادويي وویل، چې د ښار په صنعتي پارک کې اور بل شوی او د ښار ځینې برخې بېبرېښنا پاتې شوې. هغه د یکشنبې په سهار له خلکو وغوښتل چې د اور وژنې او ژغورنې عملیاتو پر مهال له کورونو ونه وځي.
د دولتي بیړنیو چارو ادارې ویاند وویل، چې د لېوېف برید ښایي د جګړې تر ټولو لوی برید وي.
د رویټرز خبریال هم ویلي چې د سهار له مخې د ښار په فضا کې د دفاعي ځواکونو د توغندیو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.
په زاپورېژیا ولایت کې یو تن وژل شوی او لس تنه ټپیان شوي.
د ولایت والي ایوان فېدوروف وویل، د برید له امله له ۷۳ زره زیاتو خلکو برېښنا له لاسه ورکړه.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین پر نظامي او صنعتي تاسیساتو سربېره د ګاز او انرژۍ زیربناوې هم په نښه کړې دي.
مسکو په دې وروستیو کې د ژمي له نږدې کېدو سره د اوکراین د انرژۍ سیستم پر ضد بریدونه زیات کړي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې بندې پاتې دي.