په سوریه کې د ۱۴سلنه ښځینه نوماندانو په ګډون پارلماني ټاکنې پیل شوې

۳ ساعتونه مخکې

د اسد رژیم له نسکورېدو وروسته په سوریه کې نن یکشنبه لومړنۍ پارلماني ټاکنې پیل شوې دي. په دې ټاکنو کې ۱۵۷۸ کاندیدان سیالي کوي چې یوازې ۱۴ سلنه یې ښځې دي.

لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع ویلي، چې «نن د سوریې خلک د جګړې او ګډوډۍ له پړاوه له تېرېدو وروسته په ټاکنو ویاړي».

د سوریې اساسي قانون په اعلامیه کې ویل شوي چې نوی پارلمان به د غیرمستقیم میکانیزم پر اساس جوړ شي، نه د خلکو په مستقیمې رایې. د دې پارلمان دوره ۳۰ میاشتې ده او د تمدید وړتیا لري.

د ټاکنو عالي کمېټې غړې او ویاندې ټینګار وکړ چې دغه ټاکنې «د ټولو سوریانو لپاره د یوې اوږدې ملي لارې پر لور یو ګام دی».

هغې نن پر ټولنیزه شبکه ایکس په خپل پیغام کې لیکلي: «ستاسې رایه د سوریانو هیله ده».

د ټاکنو د میکانیزم پر اساس، سیمه‌ییزې ادارې چې غړي یې د سوریې ولسمشر احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د ټاکنو عالي کمېټې له خوا ټاکل شوي، د پارلمان دوه پر درې برخه غړي ( له۲۱۰ غړو) ټاکي او پاتې یوه پر درې برخه به د ولسمشر احمد الشرع له لوري وټاکل شي.

په دې ټاکنو کې ۱۵۷۸ کاندیدان سیالي کوي چې یوازې ۱۴ سلنه یې ښځې دي.

د موقت ټاکنیز سیسټم له مخې، کاندیدان باید د پخواني رژیم ملاتړي او بیلتونپالي نه وي.

شاوخوا شپږ زره رایه ورکوونکي د مختلفو سیمو د انتخاباتي پلاویو غړي د ځایي وخت له مخې د سهار له ۹ بجو څخه خپلې رایې صندوق ته اچوي. رایه ورکول تر ماښام ۵ بجو پورې (د ګرینویچ وخت ۱۴:۰۰) دوام کوي.

د ټاکنو پایلې به احتمالاً نن ورځ اعلان شي او په ځینو سیمو کې پایلې په ډاګه شوې، خو د پارلمان رسمي جوړښت به د پاتې یو پر درې برخه غړو تر ټاکل کېدو پورې ځنډېدلی وي.

د سوریې ولسمشر ټینګار وکړ چې دمشق په څو میاشتو کې وتوانېد چې د ټاکنو نوي بهیر ته داخل شي.

هغه همدارنګه وویل ، چې هېواد ته اړتیا ده «ځنډېدلي قوانین د بیا رغونې او نوښت د بهیر د پرمختګ لپاره تصویب کړي».

نور خبرونه

رادیو