طالبان: د اسلام‌کلا پر پوله د راستانه‌شویو کډوالو لپاره لنډمهالی کمپ جوړېږي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د هرات والي مطبوعاتي دفتر ویلي چې د اسلام‌کلا پر پوله له ایران نه راستانه‌شویو افغان کډوالو لپاره لنډمهالی کمپ جوړېږي. د طالبانو په وینا، دا کمپ د ۴۱ زره کسانو د استوګنې ظرفیت لري او ډېر ژر به بشپړ شي. په هرات کې سرچینې وايي چې دا کمپ په حقیقت کې د یونیسف له‌خوا جوړېږي.

طالبانو ویلي چې تر دې مهاله پر دغه کمپ تر۷۰ میلیونه افغانیو ډېر لګښت راغلی دی. دغې ډلې زیاته کړې اوس مهال په اسلام‌کلا کې دوه کمپونه او څلور د سر سیوري شته، چې د ۱۶ زره کسانو د اوسېدو ظرفیت لري، دغه ډول درې تالارونه هم جوړ شوي، چې د ۱۱ زره کسانو د اوسېدو ځای ولري.

دغه ډول طالبانو ویلي، چې یو لوی پخلنځی به هم جوړ کړي. دا پخلنځی به هره ورځ د ۲۰ زره کسانو لپاره د خوړو چمتو کولو ظرفیت ولري.

طالبان ادعا کوي چې د افغان کډوالو د ایستلو له پيل څخه بیا تر اوسه یېمستحقو کډوالو ته تر یوه میلیارډ افغانیو ډېرې مرستې وېشلي او لږ تر لږه د ۱۵ زره کسانو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

ملګري ملتونه د افغانستان او ایران پر ګډه پوله راستنېدونکو افغانانو ته نغدې پیسې ورکوي. دې سازمان تازه ویلي چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیز له امله یې د مرستو وېش درولی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر د میاشتې راهیسېله ایران او پاکستان څخه تر ۴ میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان راستانه شوي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبرداری ورکړی و، چې د ایراني چارواکو له خوا له افغان کډوالو سره ظالمانه، غیرانساني او سپک چنلد کېږي، ځورول کېږي، شکنجه کېږي او زنداني کېږي.

نور خبرونه

رادیو