د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت د بګرام په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې دوی له هیچا څخه نه ویریږي او د یوې لوېشتې خاورې پر سر هم تعامل نه کوي.
فصیح الدین فطرت چې د طالبانو د هوایي ځواک پوهنتون له روزنیز کورس څخه د یو شمیر پېلوټانو د فراغت په مراسمو کې وینا کوله، وویل، په وروستیو کلونو کې یو شمیر افغانان ګوانتانامو، بګرام او پلچرخي زندانونو ته لیږل شوي او «فزیکي او ذهني شکنجه شوي خو دوی هیڅکله فشار ته تسلیم نه شول».
د فصیح الدین غبرګون وروسته له هغه راځي چې ټرمپ په وروستیو ورځو کې څو ځله طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې د بګرام هوايي اډه متحده ایالاتو ته وسپاري.
ټرمپ په خپل وروستي پوسټ کې خبرداری ورکړ چې «که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې دا اډه یې جوړه کړې، یانې د امریکا متحده ایالاتو ته بېرته ورنه کړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»