د اتریش صدراعظم کریسټین سټاکر د طالبانو له پلاوي سره د خبرو ملاتړ کړی، خو وايي، دا په دې معنا نه دي چې ویانا د طالبانو رژیم تاییدوي. سټاکر وايي، دغه خبرې په سیاسي نه، بلکې په«تخنیکي کچه» روانې دي.
سټاکر له (Ö1 Mittagsjournal) سره په خبرو کې وویل چې اتریش د اروپا لومړی هېواد و چې سوریې ته یې دایمي شړنې پیل کړې او پلان لري دا پروسه افغانستان ته هم وغځوي.
تېره اونۍ د طالبانو د استازو او د اتریش د کورنیو چارو وزارت چارواکو ترمنځ لیدنه وشوه، چې د ۱۹ مجرمو افغانانو د ایستنې امکان وڅیړي.
سټاکر ټینګار وکړ: «مساله دا نه ده، چې موږ هغوی تاییدوو». د هغه په وینا، خبرې په سیاسي نه، بلکې په «تخنیکي کچه» روانې دي.
سټاکر وویل چې په اوسط ډول هره ورځ ۳۵ کسان «ځینې په رضا، ځینې په جبر» ایستل کېږي، چې نږدې نیمایي هغو یې جرمونه کړي دي.
ډېری بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو د همغږۍ ادارې سوریې او افغانستان ته د اخراج پلانونه د «تابو ماتولو» په معنا بولي، ځکه دا د جنیوا د کډوالو کنوانسیون له اصولو سره ټکر لري. خو سټاکر وايي: «موږ له سوریې سره یو ګام پورته کړی، او دا به دوام ولري».