د بلوچستان د یوه محلي چارواکي او د هغه د زوی جسدونه موندل شوي

۶ ساعتونه مخکې

د بلوچستان سیمه ییزو امنیتي سرچینو ویلي، چې د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د یوه مرستیال چارواکي محمد افضل باقي او د هغه ۱۶ کلن زوی جسدونه، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې د ناپيژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي وو، د بلوچستان په هرنايي سیمه کې موند شوي دي.

سیمه ییزو پولیسو ویلي، چې د دواړو پر جسدونو د ربړونو او د مرمیو نښې ښکاري.

د بلوچستان پولیسو د یادې پیښې په تړاو د کوم چا د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو