د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې پر ۳۰ پروژو بحث شوی، خو له دې ډلې د ۳،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت یوازې شپږ پروژې منظور شوې دي.
په یادو پروژو کې په کونړ کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د پاتې چارو بشپړول، پکتیا کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې جوړول، د فاریاب د فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک جوړول او په ځینو ولایتونو کې د برېښنا رسونې پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.