د اتریش جګپوړی ډیپلوماټ: د طالبانو غوښتنو ته غاړه اېښودل خطرناک دي

۴ ساعتونه مخکې

د اتریش جګپوړی ډيپلوماټ او د سولې منځګړی ولفګنګ پیټریچ وايي، د طالبانو غوښتنو ته غاړه اېښودل او یا کونسلګرۍ او سفارت ورکول ګواښناک دي. پیټریتش چې له اروپايي ټولنې سره پر افغانستان کار کوي، وايي، که څه هم د خبرو پر تخنیکي اړخ ټینګار شوی، خو دا په غیر مستقیم ډول د پېژندنې نښه ده.

تېره اونۍ د طالبانو استازو د اتریش د کورنیو چارو وزارت له استازو سره وکتل او د ۳۰ هغو کسانو پېژندګلوي یې وڅیړله، چې ټاکل شوې افغانستان ته وشړل شي.

د اتریش د کورنیو چارو او بهرنيو چارو وزارتونه ټینګار کوي چې دا لیدنې د کابل د ډي-فاکتو حکومت رسمي پېژندنه نه ده، بلکې یوازې د اخراج پروسې د اسانتیا لپاره اداري خبرې وې.

پیټریچ وايي: «که څه هم د خبروپر تخنیکي اړخ ټینګار شوی، خو دا په غیر مستقیم ډول د پېژندنې نښه ده، ځکه ټوله نړۍ ویني چې طالبان نور منزوي نه دي».

پیټریچ ، چې خپله مسلکي لاره یې د اتریش د صدراعظم برونو کریسکي د سکرتر په توګه پیل کړې، د سولې په منځګړیتوب کې هم کلونه تجربه لري.

په ۲۰۲۲ کال کې هغه او همکارانو یې د «ویانا پروسه» د یوه ډیموکراتیک افغانستان لپاره پیل کړه. جلاوطنه افغانان، د طالبانو مخالفان، د اقلیتونو استازي او ښځینه فعالان څو ځلې سره راټول شول، چې وروستۍ غونډه یې په فبروري میاشت کې وه.

ویانا د جلاوطنه افغانانو لپاره ځانګړی ځای لري، ځکه دلته د افغانستان وروستۍ ښځینه سفیره منیژه باختري لا هم په سفارت کې ده او د ویانا بهیر وخت ناوخته غونډې کوي.

د اتریشي رسنیو د رپوټ له مخې، طالبان د «ویانا پروسه» په دقت څاري او دا د هغوی لپاره یوه سره نښه ګڼل کېږي.

دوی غواړي په ویانا کې د افغان سیاسي مخالفانو غونډې بندې شي، منیژه باختري له سفارت نه لرې شي، یا لږ تر لږه په ویانا کې کونسلګرۍ ته خپل استازي واستوي.

پیټریچ خبرداری ورکوي چې د طالبانو غوښتنو ته غاړه ایښودل او هغوی ته کونسلګرۍ یا سفارت ورکول خطرناک دي.

نوموړی زیاتوي، «طالبان باید په ویانا کې ونډه ونه لري».

هغه یادونه کوي چې د «ویانا پروسې» موخه دا ده چې طالبان د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون مراعات کړي.

پیټریچ دا مهال د اروپايي اتحادیې له سیاستوالو سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې کوي.

نور خبرونه

رادیو