سعودي عربستان د یمن له حکومت سره شاوخوا ۳۶۸ میلیونه ډالره مرسته کوي

۲ ساعتونه مخکې

یوې باخبره سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سعودي عربستان به د عدن تړون پر بنسټ د نړۍوالو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوي یمني حکومت ته شاوخوا ۱.۳۸ میلیارد ریاله (۳۶۸ مېلیونه ډالر) اقتصادي مرسته ورکړي.

سرچینې زیاته کړې چې دا نوې مرسته به د «یمن لپاره د سعودي د پرمختګ او بیارغونې پروګرام» له لارې ورکړل شي چې موخه یې د یاد هېواد د بودجې ملاتړ دی.

په عدن کې مېشت حکومت له ۲۰۱۴ کال وروستیو راهیسې له کمزورې کرنسۍ او د بیو له لوړې کچې سره لاس او ګرېوان دی.

دا وضعیت وروسته له هغې رامنځته شو چې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح له پلازمېنې صنعا څخه راوایست او په دې سره د یوې لسیزې کورنۍ جګړه پیل کړه.

نور خبرونه

رادیو