پاکستانۍ رسنۍ: د پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د یوه افغان په ګډون د داعش درې غړي وژل شوي

۵۸ دقيقې مخکې

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ځانګړې اداره (CTD) وایي، د جمعې په شپه یې خېبر ولسوالۍ کې د یو لړ استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې درې وسله‌وال وژلي چې یو هم په‌کې افغان وګړی دی.

د چارواکو په وینا، له دې درې وژل شویو کسانو دوو یې په پېښور کې په ترسره شوي ځانمرګي برید کې لاس درلود؛ هغه برید چې په کې د پولیسو یو افسر هم وژل شوی و. د یاد ایالت د ترهګرۍ ضد اداره په یوې خبرپاڼه کې لیکي چې دا عملیات یې د علي جومات په سیمه کې د داعش ډلې د یو قوماندان فضل نور او د هغه د ملګرو پر ضد ترسره شوي دي.

وایي، سیمې ته د رسېدو پرمهال دغه وسله‌والو پر پاکستاني عسکرو سملاسي ډزې وشوې او د دواړو لوریو ترمنځ جګړه پیل شوه چې شاوخوا ۳۰ دقیقې یې دوام وکړ. خبرپاڼه کاږي چې تر نښتې وروسته په سیمه کې د درې وسله‌والو جسدونه وموندل شول چې یو محمد نعیم، بل محمد کریم او درېیم په کې د نور نبي په نوم د یو افغان و چې د ننګرهار ولایت سره یې تړاو درلود.

خبرپاڼه وايي چې د جګړې پر مهال د داعش قوماندان فضل نور له سیمې نه تښتېدلی دی.

اعلامیه کې راغلي: «له تېرو څو ورځو راهیسې د دې ترهګرې ډلې څارنه روانه وه او د دوی څارګرو یې ټولو خوځښتونه تعقیب کړي چې د تخنیکي شواهدو پر بنسټ یې بالاخره د دوی هویتونه هم ثابت کړل». همدا رنګه ویل شوي چې دې ډلې پلان درلود د خېبر ولسوالۍ په لاله چینه سیمه کې یو برید هم وکړي.

ډان ورځپاڼه د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله لیکي: «د جګړې له سیمې د داعش تښتیدلي غړي یفضل نور او حکیم انصار نومېدل. دوی د بهرنیو تر ملاتړ او لارښونو لاندې فعالیت کوي او پلان یې درلود چې د خېبر په ګډون پېښور کې هم لوی لوی بریدونه وکړي».

پاکستانۍ امنیتي ادارې داسې مهال دا بریدنه کوي چې ورځ تر بلې په خېبر پښتونخوا کې ‌وسله‌والې ډلې خپل بریدونه پراخوي او د ناامنۍ څپې هم مخ ډېرېدو دي. که څه هم په یاد ایالت کې تر ټولو لویه اندېښنه د پاکستاني طالبان دي، خو په دې وروستیو کې د داعش ډلې بریدونو هم ننګونې ډېرې کړي دي.

اسلام‌اباد پر افغان طالبان پړه اچوي چې تر خپل سیورې لاندې یې د دوی ضد ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي، خو برعکس پر افغانستان واکمن بیا پاکستاني چارواکي تورنوي چې د ناامنۍ مخنېوي کې ناکام شوي او پر دوی بې بنسټه تورونه لګوي.

نور خبرونه

رادیو