استونیا وايي د روسیې جنګي الوتکې د دغه هېواد حریم ته ننوتلي، خو د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې د الوتکې یې د بالټیک سمندر له عمومي لارې د روسیې له شمال لوېدیځې برخې څخه د کالینینګراد سیمې ته تللي دي.
استونیا ادعا کړې چې درې روسي الوتکې د ۱۲ دقیقو لپاره د دغه هېواد فضايي حریم ته ننوتلي او دا کار یې د خپل هېواد سپکاوی او سرغړونه بللې ده.
مسکو دا ادعا نه ده منلې او وايي چې د دوی الوتکې پر عمومي مسیر تللي او د استونیا له واینډلو ټاپو څخه لږ تر لږه درې کیلومتره لېرې تېري شوې دي.