د ټرمپ ادارې له کانګرس نه د ۶.۴ میلیارډ ډالرو تصویب غوښتی دی چې پر اسراييل وسلې او نور جنګي تجهیزات وپلوري. په دې تجهیزاتو کې جنګي هیلیکوپټرونه او موټرونه شامل دي.
په دې تړون کې ۳.۸ میلیارډ ډالر اپاچي هیلیکوپټرونه، ۱.۹ میلیارډ ډالر د پلي سرتېرو لپاره جنګي موټرونه او ۷۵۰ میلیونه ډالر د زغرهوالو موټرو پرزې او برېښنايي وسایل شامل دي.
ډیموکراټان د دې وسلو د پلور مخالفت کوي، ځینو سناتورانو د فلسطین د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې او پر اسراييل د وسلو پلور نه مني، خو سپني ماڼۍ په دې اړه له نورو جزیاتو ډډه کړې ده.
دا پلان داسې مهال کانګرس ته وړاندې کېږي چې اسراییل په غزه کې عملیات پراخ کړي او راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډه جوړېږي.