افغان کرېکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره د راشد خان په لوبډلمشرۍ او د یو ورځینو لوبو لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ لوبډلې اعلان کړې. دغه سیالۍ د افغانستان په کوربهتوب د اکټوبر میاشت په دویمه نېټه پیلیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله دېش په وړاندې د یو ورځینو لوبو لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، رحمت شاه، محمد نبي، راشد خان، دروېش رسولي، اکرام علي خېل، ننګیال خروټي، الله محمد، عبدالله احمدزي، بشیر احمد، سلیم ساپي او عظمت الله عمرزي نومونه په عمومي نوملړ کې او د بلال سمیع او فریدون داودزي نومونه یې په احتیاطي لوبغاړو کې اعلان کړل.
د کرېکټ بورډ اجراييوي رییس نصیب خان ویلي:«که څه هم موږ د کال په پیل کې لوبې نه درلودې، خو دا دی له تېرو څو میاشتو راهیسې پرله پسې لوبلړۍ او سیالۍ لرو او له اسیا جام وروسته د بنګله دېش کوربهتوب هم پر غاړه لرو، ترڅو د پاکستان تر درې اړخیزې لوبلړۍ پورې بشپړ چمتووالی ولرو او وکولی شو نړیوال جام خپله موخه وګرځوو.»
همدارنګه کرېکټ بورډ د شل اوریزو سیالیو لپاره هم د راشدخان په لوبډلمشرۍ د رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل، ابراهیم ځدراڼ، وفي الله تره خیل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزي، محمد اسحاق، شرف الدین اشرف، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمن، بشیراحمد، فرید ملک او عبدالله احمدزي نومونه د عمومي نوملړ لپاره او د الله محمد غضنفر او رحمت شاه نومونه یې د احتیاطي لوبغاړو په توګه اعلان کړي دي.
نصیب خان ځدراڼ ویلي:«زموږ لوبډلې په اسیا جام کې د تمې خلاف لوبې وکړې، خو سیالۍ دواړه اړخونه لري، موږ پر خپلې لوبډلې باور لرو، زموږ لوبډله ستره لوبډله ده او لوبغاړي مو له ځانګړو وړتیاو برخمن دي.»
افغان لوبډله د بنکله دېش په وړاندې د اکټوبر میاشتې په دویمه، درېیمه او پنځه نېټه درې شل اوریزې لوبې او همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.