د اوکراین ولسمشر ولادیمير زېلېنسکي وايي چې روسیې ټوله شپه پر اوکراین بمبارۍ وکړې. د هغه په وینا، روسي هوايي ځواک پر اوکراین ۴۰ کروز او بالسټیک توغندي او شاوخوا ۵۸۰ بېپیلوټه الوتکې ګوزارې کړې.
نوموړي د اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې په دنیپرو کې یو خوشه يي توغندی پر یوه کور لګېدلی دی. په ټولیز ډول په دې بریدونو کې درې کسان وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
د زېلېنسکې په وینا، «دا ډول بریدونه د روسیې له خوا په ملکي خلکو کې وېره خپروي، زموږ د زیربناوو ویجاړولو ستراتیژي ده او په دې اړه پياوړي نړۍوال غبرګون ته اړتیا ده.»