د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو هغه پالیسي چې د شپږم ټولګي پورته پر نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې ساتي، «بېرحمانه او غیرقانوني»بللې ده.
دغه سازمان د نړیوالې ټولنې چوپتیا او بېعملي په کلکه غندلې او دا یې د افغان نجونو د محرومیت په وړاندې د نه منلو وړ چلند بللی دی.
یاد بنسټ ویلي، د ښوونځیو تړل کېدل د دې معنا لري چې طالبان د ۱۲کلنۍ وروسته د نجونو ټولې هیلې او فرصتونه له منځه وړي.
د هغوی په وینا، دا پرېکړه د میلیونونو ماشومانو راتلونکی ویجاړوي او افغانستان لا پسې ژور فقر او نابرابریو ته ټېل وهي.
سحر فطرت، چې د دې سازمان د ښځو د حقونو څېړونکې ده، وایي: «دغه بندیز یوازې پر نجونو اغېز نه لري، بلکې ټوله ټولنه یې له کړکېچه سره مخ کړې. دا حالت د یوه عادلانه او سالم راتلونکي د جوړولو امکان له منځه وړي.»
د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالو دولتونو غوښتنه کړې چې د افغان نجونو د زدهکړې موضوع دې په نړیوالو بحثونو کې د لومړیتوب په توګه مطرح کړي.
دغه سازمان ویلي، باید د ملګرو ملتونو او سیمهییزو سازمانونو له موجودو میکانیزمونو څخه د طالبانو پر ضد د فشار د زیاتولو لپاره کار واخیستل شي او همداراز د هغو ښوونکو او ښوونځیو ملاتړ وشي چې د بندیزونو پر وړاندې مقاومت کوي او په پټه د زدهکړې بهیر ته دوام ورکوي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان ظلمباید د «جنسیتي تبعیض» په نوم په رسمیت وپېژندل شي او دا حالت دې د نړیوال جرم په توګه ومنلشي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د نړیوالې ټولنې دوامداره چوپتیا نه یوازې د افغان نجونو د راتلونکي پر ضد ظلم دی، بلکې د ټول افغانستان د بدبختۍ لپاره زمینه برابروي.