د کرېکټ په اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د سفر پای، لاسته راوړنې او ستونزې څه وې؟

پرون

د ۲۰۲۵کال د کرېکټ په اسیا جام شل اوریزو سیالیو کې افغان لوبډلې تېره شپه له سرېلانکا څخه په ماتې سره له دغه سیالیو بهر شوه. که څه هم افغان لوبډلې د دغه سیالیو پیل په نسبتا ښې بریا سره وکړ؛ خو وروستۍ دوه لوبې یې وبایلودې او له دغه سیالیو بهر شوه.

د کرېکټ یو شمېر پوهان او مبصرین وايي، چې افغان لوبډلې د تمې خلاف په اسیا جام کې او له هغې وړاندې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې ښې لوبې ونه‌کړې.

کرېکټ پوه سمیع الله هلال وايي، په اسیا جام کې د افغان لوبډلې نیمګړتیاوو وښوده چې د راتلونکو شل اوریز جام لپاره ډېر کار ته اړتیا ده. نوموړی وايي، په اسیا جام او له هغه وړاندې په درې اړخیزې لوبلړۍ کې د افغان لوبډلې له ورو توپ اچونې برخې ور هاخوا نورې برخې ناکامه وې.

هغه وایي:« درې لویې ستونزې چې باید له ځنډ پرته پرې فکر وشي؛ لومړی د توپ وهنې په برخه کې جدي ستونزه لرو، لږ تر لږه باید په لوبډله کې پنځه مسلکي توپ وهونکي ولرو. دویمه مسله د تېزو توپ اچوونکو ده، چې دې برخه کې هم کمزوري یو او تر ټولو مهمه دا چې د غوراوي برخه کې باید مسلکي چلند وشي.»

د ښاغلي هلال په خبره، که افغان لوبډله د خپلو نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې جدي او ژر ګامونه پورته نه کړي؛ نو له نړۍوال شل اوریز جام څخه هم ښه پایله نه‌شي اخېستی. د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام د راتلونکي ۲۰۲۶کال په فبرورۍ میاشت کې پیلېږي، چې افغان لوبډله هم په‌کې ګډون کوي.

په ورته وخت کې د کرېکټ یو بل پوه او څارونکی حکیم الله رحماني بیا په اسیا جام کې د افغان لوبډلې د ناکامیو پړه د غوراوي پر کمېټې ور اچوي. نوموړی وايي، د غوراوي کمېټه باید هغه ځوانو لوبغاړو ته چې په کورني کرېکټ کې ښه ځلېدلي وو؛ چانس ورکړی و.

هغه وایي:« په نړۍوالو سیالیو کې له مسلکي توپ وهونکي پرته د لوبو ګټل ډېر سخت وي. موږ ښه او ځوان لوبغاړي لرو؛ خو د غوراوي کمېټه د ځینو مشهورو لوبغاړو تر اغېز لاندې په دوامداره توګه هغوی ته چانس ورکوي، چې نور باید له ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړي.»

د ښاغلي رحماني په خبره؛ په اسیا جام کې افغان کرېکټ لوبډلې د تمې خلاف لوبو سره وښوده، چې په راتلونکي شل اوریز نړۍوال جام کې له هر اړخیزو بدلونونو پرته به ګډون له نهیلۍ پرته بله پایله ونه لري.

په ورته وخت کې د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو او د کرېکټ نړۍوالو مبصرینو هم د افغان لوبډلې په ستونزو تبصرې او پوسټونه کړي دي. یو شمېر نړۍوالو مبصرینو ویلي، چې د افغانستان کرېکټ له سخت پړاو څخه تېرېږي او باید روحیه ونه بایلي او په پوره ځواک نړۍوال شل اوریز جام سیالیو کې ګډون وکړي.

دوی وايي، د افغانستان لوبډله یوازې د افغانانو نه؛ بلکې په نړۍواله کچه د کرېکټ د مینه‌والو د پام وړ ده او باید په نړۍوالو لوبو کې په شور او ځوږ ګډون وکړي او د کرېکټ د مینه‌والو تنده ماته کړي.

نور خبرونه

رادیو