د امریکا سنا مجلس، مایک والټز د ملګرو ملتونو لپاره د سفیر په توګه تایید کړ

۵ ساعتونه مخکې

د امریکا سنا مجلس د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایک والټز په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر په توګه تایید کړ.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولي له څو میاشتو راهیسې د سرپرست له لوري اداره کېده.

والټز په داسې حال کې دغه مسوولیت اخلي چې د امریکا له هڅو سره سره لا هم د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه روانه ده او له دې سربېره دوه نور مهم ماموریتونه لري، یو یې له چین او ایران سره د روان وضعیت او بل یې د اسراییل او حماس تر منځ د روانې جګړې اداره کول دي.

والتز چې د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و، په تېره مې میاشت کې په زېګنال چټ ګروپ کې د حساسو اطلاعاتو د افشا کېدو له امله د ټرمپ له لوري له دندې ګوښه شوی و.

والټز له تاییدېدو وروسته سناتورانو ته وویل، ملګري ملتونه ډېرو اصلاحاتو ته اړتیا لري او په وینا یې ښه او معنا لرونکي کارونه باید وشي.

هغه زیاته کړه، «موږ باید په نړۍ کې یو ځای ولرو چې هرڅوک پکې خبرې وکولای شي، چیرې چې چین، روسیه، اروپا او مخ پر ودې هېوادنه سره راټول شي او شخړې حل کړي، خو له ۸۰ کلونو وروسته، دغه [ځای] د سولې د راوستلو له خپل اصلي ماموریت څخه وتلی دی.»

هغه همداراز ژمنه وکړه، چې، د هغه څه پر وړاندې به مبارزه وکړي چې دوی یې په نړۍوال سازمان کې د «یهودیت ضد مرکز» بولي.

نور خبرونه

رادیو