مکرون: د فلسطین په رسمیت پېژندل د یوه جامع سوله‌ییز پلان برخه ده

۵ ساعتونه مخکې

فرانسه به د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ناستې پر مهال فلسطین په رسمي ډول د یوه خپلواک دولت په توګه وپېژني.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون دا پرېکړه د یوه «جامع سوله‌ییز پلان» برخه وبلله چې موخه یې د اسراییلیانو امنیت او د فلسطینیانو ارامښت تضمینول دي.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ «الیزه» هم تایید کړې چې له فرانسې سره یو ځای ۹نور هېوادونه هم په همدې ناسته کې ورته اقدام کوي. په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د اسراییل له لوري د لوېدیځې غاړې ضم کول «سره کرښه» ده، او د فلسطین په رسمیت پېژندل د غزې د بشري ناورین او د سیاسي بهیر د کړکېچ په وړاندې یو ځواب ګڼل کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د اسراییل جګړه په غزه کې له ۷۰۰ورځو زیاته شوې او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د سیمې له ۹۰سلنه زیاتې بنسټیزې ودانۍ یا ویجاړې شوي او یا جدي زیانمنې دي.

فرانسه مخکې تر دې د جولای په ۲۴مه اعلان کړی و چې د سپتمبر په میاشت کې به په ملګرو ملتونو کې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

نور خبرونه

رادیو