د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي، چې تهران د دغه سازمان د بندیزونو د بیا تطبیقولو پریکړې ته هېڅ ډول عملي ژمنتیا نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې د امنیت شورا له هغې ناستې وروسته وکړې چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته ستنولو پرېکړه په کې وشوه.
ایرواني، دغه پرېکړه «عجولانه، غیر ضروري او غیرقانوني» بللې او ټینګار یې کړی چې د هغې ټولې پایلې به د امریکا او دریو اروپايي هېوادونو پر غاړه وي.
د ده په وینا، ایران ځان مکلف نه ګڼي چې د شورا د تازه پرېکړې له مخې پر ځان لګول شوي بندیزونه ومني یا یې تطبیق کړي.
ایراني چارواکي وايي، لوېدیځ د فشار د پالیسۍ له لارې هڅه کوي تهران منزوي کړي، خو د ایران د دریځ پر بنسټ، دغه ډول ګامونه به نه یوازې اغېزناک نه وي، بلکې د رامنځته شویو ستونزو د لا زیاتېدو لامل به هم شي.