د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۸ کال له بندیزونو نه د چابهار بندر استثنا لغوه کړې او بندیزونه به د سپټمبر له۲۹ مې عملي شي. دغه اقدام د هند د چابهار بندر مهمو پانګونو او روانو پروژو ته هم خطر پېښوي. پخوا دغه استثنا د افغانستان د بیارغونې لپاره ورکړل شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه وروستۍ اعلامیه کې ویلي: « کله چې دا لغوه کول عملي شي، هغه کسان چې د چابهار بندر کاروي یا د ایران اړوند د ازادۍ ضد قانون (IFCA) لاندې نور فعالیتونه کوي، ممکن د IFCA له مخې له بندیزونو سره مخ شي».
په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي پراختیا لپاره په ۲۰۱۸ کال کې تر IFCA لاندې بندیزونو استثنا لغوه کړې، چې د سپټمبر له۲۹مې عملي کیږي او دا د ایران د منزوي کولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «اعظمي فشار» له سیاست سره سم اقدام دی.
د ۲۰۲۴ کال په می کې هند له ایران سره د چابهار بندر د عملیاتو او مدیریت لپاره ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړ، چې هند ته له افغانستان او مرکزي اسیا سره د مستقیمو سوداګرو اړیکو امکان ور کوي.
دغه اوږدمهاله تړون د هند د دولتي پورټس ګلوبل لمیټډ (IPGL) او د ایران د بندر او بحري سازمان ترمنځ لاسلیک شوی، چې هند به شاوخوا ۱۲۰ میلیون ډالره پانګونه پکې کوي. نور ۲۵۰ میلیون ډالره به د پور په توګه راټول شي.