د «اطلاعات» ورځپاڼه، چې د ایران رهبر ته نږدې ګڼل کېږي، راپور ورکړی چې تر یو میلیون د ډېرو افغانانو په وتلو سره د تیر یو کال په موده کې د شګډوډۍ«نان سنګک» بیه په ایران کې درې برابره لوړه شوې ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې له دولتي اوړو څخه جوړه شوې د عادي شګډوډۍ بیه، چې د تېر کال د وږې په میاشت کې ۵ زره تومان وه، اوس ۱۵ زره تومانو ته رسېدلې ده.
د ورځپاڼې په وینا، ایراني چارواکو د افغان کډوالو حضور د ډوډۍ پر بازار د فشار یو لامل ګاڼه.
په راپور کې ویل شوي چې زیاتره نانوایانې ادعا کوي چې دوی له حکومت څخه اوړه نه ترلاسه کوي او اړ دي چې ډوډۍ په ازاد بازار کې په لوړه بیه وپلوري. د «اطلاعات» ورځپاڼې په وینا، دغه وضعیت د لږ عاید لرونکو کورنیو پر ژوند نوي فشارونه راوستي دي.
شګډوډۍ یا نان سنګک یوه دودیزه ایرانی ډوډۍ ده چې په تنور کې د ګرمو ګاټیو او شګو پر سر پخیږي او عموماً لویه، نرۍ او اوږده وي. دا ډوډۍ په ایران کې ډېر مینهوال لري.
ایراني چارواکو په تېرو میاشتو کې څو ځله افغان کډوال د ډوډۍ په بازار د فشار عامل بللی و.