په هرات کې د تېلو د زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوې دي

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د نفت او ګاز دولتي شرکت رییس وايي، د تېلو د تخلیې، زېرمه کولو او وېش د اسانتیا په موخه د هرات د روزنک رېل‌ پټلۍ په تمځای کې د تېلو د زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د زېرمو د جوړولو لومړی فاز به د ۱۰۰۰ ټُنه ډیزلو او پټرولو د ساتلو وړتیا ولري.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې، د دغې پروژې عملي کېدل به د تېلو د لېږد، ذخیره کولو او وېش بهیر منظم او چټک کړي او د هرات د فابریکو، وسایطو او ښار اوسېدونکي به د تېلو له احتمالي کمښت څخه وژغوري.

د معلوماتو له مخې، یوازې د تېرو ۷ ورځو په اوږدو کې شاوخوا ۲۰ واګونه تېل د خواف–هرات رېل ‌پټلۍ له لارې هېواد ته وارد شوي او ټاکل شوې، ۱۸۰ نور واګونونه هم په نږدې ورځو کې هرات ته ورسېږي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي دا پروژه د تېلو د بیو د ثبات، د احتکار د مخنیوي او د بازار د شفافیت لپاره مثبت ګام بولي.

په ورته وخت کې افغان سوداګر وايي، د خواف–هرات رېل‌ پټلۍ فعالېدل به د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، د وارداتو او صادراتو بهیر به چټک کړي او د سوداګرۍ لپاره به نوې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نور خبرونه

رادیو