نتانیاهو حماس ته: د بشري سپر کارول به مو ونه ژغوري

۲ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حماس ډلې ته خبرداری ورکړی چې که له یرغمل شویو کسانو د بشري سپر په توګه کار واخلي، اسراییل به تر وروستۍ ورځې پورې د هغوی تعقیب ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د حماس وسله‌والې څانګې «کتایب القسام» اعلان کړی چې یرغمل شوي کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي او د هغوی د ژوند خوندي کېدلو تضمین نه شي کېدای.

دغه حالت د یرغمل شویو کسانو او ملکیانو د برخلیک په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

نور خبرونه

رادیو