د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ځايي چارواکو ویلي، چې له دغه ایالت نه د روانې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې تراوسه څه باندې ۳۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په یاد شمېر کې شاوخوا ۲۰زره کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د بلوچستان ځايي چارواکي وايي، چې د روانې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نیټې له بلوچستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده.
په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې هم ویلي، چې یوازې تېره ورځ څه باندې ۲۵۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه ادارې د شمېرو له مخې؛ د تېرې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا د روانې سپټمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې ټولټال یو لک او ۹۱۸۷ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.