د چین دفاع وزیر دونګ جون د بیجېنګ امنیتي فورم ناستې پرمهال ویلي، چې د ځواکمن پوځ لرل د سولې ضمانت کوي؛ خو د مطلقې پوځي برلاسۍ هڅې نړۍ وېشي او ګډوډي رامنځته کوي.
نوموړي په دې برخه کې د ملامتۍ ګوته د امریکا متحدو ایالتونو ته نیولې، چې ګواکې د پوځي برلاسۍ هڅو یې نړۍ سره وېشتلې ده. د چین دفاع وزیر ویلي، چې د تایوان د بېلېدو په تړاو هیڅ ډول هڅې ورته د زغم نهدي او په ټول توان به یې مخه ونیسي.