د مالدیف د پارلمان له لوري د رسنیو د څار په برخه کې د نوي قانون تصویبېدو په دغه هېواد کې سخت غبرګونونه راپارولي دي. په مالدیف کې سیاسي مخالفو ګوندونو او د خبریالانو ټولنو ویلي، چې د یاد قانون تصویبېدل د رسنیو خپلواکي ګواښي او باید لغوه شي.
سیاسي ګوندونو او د خبریالانو ټولنو د مالدیف له ولسمشره غوښتي، چې په دغه برخه کې له ځنډ پرته جدي ګامونه پورته کړي. د مالدیف حکومت بیا ويلي، چې دغه قانون د رسنیو ښه څار په موخه جوړ شوی او د بیان ازادي پهکې خوندي ده.