له اردن سره پر پوله یوه موټرچلوونکي دوه اسراییلیان په چړې وژلي

۲ ساعتونه مخکې

د اسراییل پوځ تایید کړې چې د اردن او لوېدیزې غاړې ترمنځ په الانبي سرحدي سیمه کې د بشري مرستو د یوې لارۍ چلوونکي دوه اسراییلیان په چړې وژلي دي. اسراییلی پوځ وايي، بریدګر غوښتل ډزې وکړي، خو وسلې یې کار پرېیښی و.

د اسراییل پوځ ویلي، چې امنیتي ځواکونو بریدګر وژلی دی.

اردن ویلي چې دوی د دې امنیتي پېښې رپوټونه په جدي ډول څاري.

نور خبرونه

رادیو