د طالبانو مالیې وزارت خبر ورکړی، چې په روان کال کې له افغانستان نه د صادراتو او ټرانزيټ کچه د پام وړ ډېره شوې ده. د تېرکال پرتله صادرات ۱۳. ۵ سلنه او دغه ډول بهرنی ټرانزیټ هم ۲۴. ۵ سلنه ډېر شوی دی.
د طالبانو د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د روان لمریز کال په لومړيو پنځو میاشتو کې د افغانستان صادرات د تېر کال د پنځو میاشتو پرتله د پام وړ ډېر شوي دي.
د اعلامیې له مخې؛ تېر کال په پنځو میاشتو کې ۴۳۱۵ جوپې سوداګریز توکي صادر شوي وو؛ خو سږکال بیا دغه شمېر په لومړيو پنځو میاشتو کې ۴۸۹۲۸ جوپو ته لوړ شوی، چې ۱۳. ۵ سلنه ډېروالی ښيي.
په اعلامیه کې زېاته شوې، د بهرني ټرانزيټ کچه هم لوړه شوې ده چې تېر کال په پنځو میاشتو کې افغانستان ۱۰۶۰۱ جوپې ټرانزیټ لاره؛ خو سږکال دغه شمېر ۱۳۱۹۸ ته پورته شوی او ۲۴. ۵ سلنه ډېروالی ښيي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې سږکال د افغانستان ډېری سوداګریز مالونه پاکستان، هندوستان، قزاقستان، متحده عربي امارتو، ازبکستان او ترکیې ته صادر شوي او ټرانزيټ بیا پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران ته شوی دی.