د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد تازه له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې اوسمهال د دوی اړیکې له امریکا سره تر ډېره پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو متمرکزې دي. هغه ویلي، چې له واشنګټن سره د طالبانو د اړیکو لومړیتوب د امریکا د بندیزونو لرې کول دي.
د طالبانو دفاع وزیر چې تازه قطر ته په یوه رسمي سفر تللی، هلته یې له بېلابېلو قطري چارواکو سره کتلي دي.
که څه هم امریکا له طالبانو سره په قطر کې د دوحې تړون لاسلیک کړی؛ خو لاهم ځینې طالب مشران د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.
امریکا په وار، وار ویلي، چې له طالبانو سره یې د اړیکو عادي کېدل د دغه ډلې د چار چلند او په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې د دوی له اقداماتو سره تړاو لري.
د طالبانو دفاع وزیر په دغه مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هیچا ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
دغه طالب چارواکي همداراز د یوه منظم پوځ د جوړولو په اړه هم څرګندونې کړې دي.

