طالبانو په کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د نوري فایبر خدمات قطع کړل

۷ ساعتونه مخکې

په کندوز کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د مشر د حکم له مخې په کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د نوري فایبر پر خدماتو «مطلق» بندیز ولګول شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د نوري فایبر کیبل له لارې د انټرنېټ خدمات قطع شوي او یاد اقدام له «منکراتو» څخه د مخنیوي په موخه تر سره شوی دی.

د طالبانو له خوا د انټرنېټ د بندیدو پیل تېره ورځ له بلخ ولایت نه وشو او وروسته د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د نوري فایبر ترڅنګ د نورو مخابراتي شبکو انټرنېټي خدمات هم د لنډ وخت لپاره قطع شول.

نور خبرونه

رادیو