په ختیځ افغانستان کونړ کې وروستۍ زلزلې نه یوازې زرګونه کورونه نړولي، بلکې د خلکو د ژوند ټولې هیلې یې هم له خاورو سره خاورې کړې دي. اوس سلګونه کورنۍ د خیمو لاندې د سخت ژمي د راتلو په وېره کې دي.
د اګسټ پر ۳۱مه د کونړ ولایت د یوهګل درې په اندرلچک کلي کې د ځمکې لړزې د خلکو نازک ژوند د کورونو د دېوالونو په څېر راونړاوه.
عبدالوحید چې ۳۳ کلن دی او په کونړ کې د یوه ښوونځي د انګلیسي ژبې ښوونکی دی، الجزیرې ټلوېزیون ته ویلي: «زموږ کورونه اوس یا لوی درزونه لري او یا یې دېوالونه نړېدلي دي. موږ په خپلو کورونو کې نه شو اوسېدلی. د لرګیو ستنې مو هم ماتې شوې دي. د کلیو ټول اوسېدونکي اوس په بېلابېلو کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.»
له مرګونې زلزلې وروسته اوس په زرګونه کسان د ختیځ افغانستان په دې دره کې د لنډمهالو خیمو لاندې ژوند کوي او د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د طالب چارواکو په وینا، د ریښتر په کچه د ۶ درجې زلزلې له ۵۰۰۰زیات کورونه ویجاړ کړي او لږ تر لږه ۲۲۰۰کسان یې مړه کړي دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، نیم میلیون کسان اغېزمن شوي دي.
محمد خادر چې د نورګل ولسوالۍ د ایریت کلي اوسېدونکی دی او د زلزلې له امله کلی یې ویجاړ شوی، وایي: «زموږ کلی ډېر لرې د غره پر سر پروت دی. زلزله ډېره زوروره وه. هلته د اوسېدو ځای نه دی پاتې، د هېڅ کور چت نه دی پاتې. هلته نور انسان نه شي اوسېدلی. خو که دولت مو په بیا رغونه کې مرسته وکړي، حتمي به خپل کلي ته ستانه شو.»
بلخوا، طالب چارواکي وایي چې بېړني اقدامات روان دي او هغه موټرونه چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۲۱ کې د وتلو پر مهال پرېښي وو، اوس د مرستو د لېږد لپاره کارول کېږي.
د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر نجیبالله حقاني ویلي، چې حکومت درې پړاويز پلان تعقیبوي: د زیانمن شویو خلکو اېستل، په کمپونو کې د خوراک، سرپناه او درملنې برابرول او وروسته د کورونو د بیا رغونې یا دایمي استوګنځایونو برابرول، خو کلیوال بیا وایي چې خیمې د سخت ژمي پر وړاندې د دوی د ساتنې توان نه لري.
عظیم خان چې ۳۷ کلن بزګر او د ګاګیزو د کلي اوسېدونکی دی، وایي: «زموږ ټول کورونه زیانمن شوي دي. لا هم ځمکې لړزې شته او د کورونو د نړېدو ګواښ موجود دی. موږ د بیا رغونې وس نه لرو، ټول بزګران یو. له دولت او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې یا مو کورونه بیا جوړ کړي او یا دایمي سرپناه راکړي. په کور کې موږ اور بلولی شو چې د ژمي له سړې هوا ځان وساتو، خو په خیمه کې څنګه تودوخه پیدا کړو؟»
د کونړ لپاره د طالبانو والي مولوي قدرتالله وایي، چې د نغدو مرستو یوه برخه د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې او له غیر دولتي موسسو او خصوصي مرسته کوونکو سره د زیات ملاتړ ژمنې شوې دي.
هغه زیاتوي: «د درېیم پړاو د بیا رغونې لپاره موږ د نړۍوالې ټولنې او غیر دولتي موسسو مرستې ته اړتیا لرو. له هغوی سره خبرې شوې دي. ځینو موسسو د سروې کارونه پیل کړي او د امکان سنجونې وروسته یې د روغتیا، ښوونې، بیارغونې، د اوبو رسونې او نورو اړینو خدمتونو مرستې ژمنې کړې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د راتلونکي نامعلوم وضعیت او د ژمي د راتګ وېره د زلزلهځپلو پر اوږو درنه ده.