په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د افغانستان د کړکېچ حل یوازې د یوې ټولګډونه سیاسي پروسې له لارې ممکن دی، داسې پروسه چې د هېواد قومي او سیاسي تنوع منعکس کړي.
هغه دا هم وویل، چې نړۍ له طالبانو سره له تعامل پرته بله چاره نه لري.
د ایران استازي ټینګار وکړ: «د افغانستان راتلونکی باید د دې هېواد د خلکو له خوا وټاکل شي او هغه حللارې چې له بهر څخه په زور تحمیل شي نه د منلو وړ دي او نه دوامداره دي.»
د نوموړي په وینا: «طالبان د افغانستان نه ردېدونکی واقعیت دی، او نړۍواله ټولنه مجبوره ده چې له دوی سره عملي او رغنده تعامل وکړي، تر څو د بشري او اقتصادي ناورینونو مخه ونیول شي.»
د ایران استازي د بشري مرستو د سیاسي کولو څخه د مخنیوي اړتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې بندیزونه باید د سیاسي فشار لپاره د وسیلې په توګه یا د اقتصادي ثبات او طالبانو سره د ښکېلتیا په وړاندې د خنډ په توګه ونه کارول شي.
هغه د طالبانو د غړو لپاره د سفر د بندیز معافیتونو له سیاسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي غوښتنه هم وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د طالبانو د چارواکو د سفر بندیز له ختمېدو سره مخالفت کړی.
دې اقدام د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې، چین او ایران د استازو غبرګون راپارولی دی.
دوی وویل، چې امریکا د سفر د اجازې له ورکولو سره مخالفه ده، ځکه چې د دوی اتباع لا هم د طالبانو له زندانونو څخه نه دي خوشې شوي.
کله چې دا موضوع افشا شوه د امریکا استازی غوسه شو او له امنیت شورا یې وغوښتل: «د بندیزونو کمېټې داخلي خبرې باید افشا نه شي.»