د هند استازی: د طالبانو پر ضد د فشار سیاست ناکام شوی دی

۳ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د هند استازي پارواتانني هرېش ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې د فشار او مجازاتو سیاست تر اوسه خپلې موخې ته نه دی رسېدلی. نوموړي ټینګار کړی، چې باید د طالبانو د مثبتو ګامونو ستاینه وشي او له دې ډلې سره د ناسمو تګلارو په اصلاح کې مرسته وشي.

د هند استازي ویلي، چې د نوي ډیلي اصلي لومړیتوب په افغانستان کې سوله او ثبات دی. هغه د پاکستان له لوري د ترهګرو ډلو ملاتړ ته په اشارې سره له نړۍوالو هېوادونو وغوښتل، چې دوی باید په ګډه د افغانستان له خاورې د دې ډلو د استفادې مخه ونیسي.

نوموړي وویل، چې هېواد یې د افغانستان امنیتي وضعیت په غور سره څاري او غواړي له افغان ولس سره خپلې تاریخي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

هغه زیاته کړه، چې د هند او افغانستان تر منځ څو پېړۍ لرونکې تمدني او کلتوري اړیکې د ډیلي لپاره یو هڅوونکی ځواک دی، څو له افغانانو سره نږدې تعامل او پراخه همکاري ولري.

هغه د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز اجماع پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هېواد یې په ملګرو ملتونو کې او همدارنګه په دوحه کې د خبرو اترو بهیر او نورو سیمه‌ییزو غونډو کې د ثبات د تامین لپاره فعاله ونډه اخلي.

هغه څرګنده کړه، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره اړیکې لري. نوموړي د طالبانو له لوري د ۲۰۲۵کال د اپرېل پر ۲۲مه د «پهلګام» برید غندنه هم په مثبت ډول یادونه وکړه.

ښاغلي هرېش زیاته کړه، چې باید د افغانستان په اړه متوازن سیاست غوره شي، ځکه اوسنی چلند د وضعیت د بدلون سبب نه کېږي او باید ترې ډډه وشي.

هند د تېرو لسیزو په پرتله اوس له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، که څه هم د دې ډلې حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په لوړه کچه د بهرنیو چارو وزیر ورسره په تماس کې دی.

بلخوا، امریکا بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د سفر د اجازې په نه ورکولو سره د ډیلي او طالبانو د اړیکو د پراختیا مخه نیولې ده. متقي ته د هند د بهرنیو چارو وزیر بلنه ورکړې وه، خو د واشنګټن د مخالفت له امله دغه غوښتنه بېرته اخیستل شوې ده.

چین او روسیې په یاده ناسته کې امریکا تورنه کړه، چې د بندیزونو له میکانیزمونو ناوړه ګټه اخلي. دوی وویل، چې له طالبانو سره د اړیکو پراخول نه‌ څرګندېدونکی انتخاب دی او امریکا د خپلو وګړو د خلاصون لپاره له دغو بندیزونو د فشار وسیلې په توګه کار اخلي.

د هند استازي څرګندونې ښيي، چې دغه هېواد د چین، روسیې او ایران له دریځونو سره چې د طالبانو سره د نړۍوالو اړیکو د پراخېدو ملاتړ کوي، همغږي لري.

نور خبرونه

رادیو